امنیت

د هېواد په جنوب کې د ځانمرګي بریدګر نیول کېدل

قندهار/د تلې ۲۰ مه/ باختر
د قندهار د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې شپږمې حوزې ته څېرمه یو ځانمرګى بریدکوونکى نیول شوی دی.
د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې پولیسو تېر ماښام د شپږمې حوزې په مربوطاتو کې یو ځانمرګی بریدګر نیولی دی.
بارکزی زیاتوي چې له نیول شوي ځانمرګي بریدګر سره یو لارښود کس هم نیول شوی چې دا مهال تر پوښتنو لاندې دی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته