کابل باختر دکب اتمه
د بغلان ولايت سيمه ئيزو مسوولينو په دغه ولايت کې دخبريالانو او درسنيو دکارکوونکو دفعاليتونو ملاتړ وکړ .
دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې ، په هغې غونډه کې چې درسنيو دمسوولينو او کارکوونکو په ګډون په پلخمري ښار کې جوړه شوې وه دبغلان دوالي مرستيال عبدالقدير نيازي او دخبريالانو د مصوونيت دکميټې رييس د دغه ولايت درسنيو دکړو وړو او کارونو له امله په مننې او قدرداني سره وويل چې خبريالان دنيمګړتياو په وړاندې د خلکو غږ دي.
دوى د رسنيو د ستونزو څيړنه د دولت له مهمو مسووليتونو څخه وبلل .
نيازي وويل چې د حقيقتونو په منعکس کولو او درپوټونو په برابرولو کې له خبريالانو سره جدي همکاري کوي . په دې شرط چې خبريالان دحقيقتونو په رسولو کې خپل ايماني او وجداني مسووليتونه ترسره کړي .
د اطلاعاتو اوفرهنګ رياست داطلاعاتو آمر او دخبريالانو دمصوونيت دکميټې دايمي غړي همايون رستمي دخبريالانو د کاري او ځاني خونديتوب په باب خبرې وکړې او دبغلان ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست همکاري يې له خبريالانو سره اعلان کړ . ختم- ج _ اکرم