کابلباختر د زمري د مياشتې ٢٥
په پروان ولايت کې پرون د يوه ښوونځي د زده کوونکو ترمنځ د ډزو له امله يو زده کوونکى شهيد او يو بل زده کوونکى ټپي شو.
د پروان ولايت د بګرام ولسوالۍ امنيه قوماندان محمد معصوم فرزه يي دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې د بګرام ولسوالۍ د رباط د ښوونځي زده کوونکى سيد عبدالله کله چې له ښوونځي څخه کور ته روان و؛ د خپل ټولګي وال له خوا پرې ډزې وشوې او له امله يې سيد عبدالله شهيد او يوبل زده کوونکى ټپي شو .
خبرځاى وويل: دغه ډزې د ښوونځي د دوو تنوزده کوونکو ترمنځ له ناندرو وروسته وشوې .
خبرځاى زياته کړه : دغه پيښه د شخصي دښمنيو زيږنده ده او تر اوسه پورې د دغې پيښې په اړوندڅوک نه دى نيول شوى.
0 1 دقیقه لوستل