امنیت

د وزیر محمداکبرخان مېنې جامع جومات خطیب ډاکټر محمد ایاز نیازی په شهادت ورسید

کابل / د غبرګولي ۱۳ مه / باختر

د کابل ښار د وزیرمحمداکبرخان مېنې جامع جومات ملاامام او خطیب ډاکټر محمد ایاز نیازی نن ماښام په یوه چاودنه کې په شهادت ورسېد.

د باختر آژانس د رپوټ له مخې، په هغه چاودنه کې چې نن ماښام د وزیر محمد اکبر خان مېنې په جامع جومات کې وشوه، د د غه جومات ملاامام او خطیب ډاکټر محمد ایاز نیازی او یو بل لمونځ کوونکی شهیدان شول او یو شمېر نور ټپیان شول. ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي. جمهوری ریاست په یوه اعلامیه کې دغه برید غندلی دی او د شهید ډاکټر نیازي له کورنۍ سره یې خواخوږي څرګنده کړېده.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته