ټولنه

پوهندوى زرغونه رښتين وستايل شوه .

کابل باختر د ثور   ١٢:
پوهندوى ډاکتره  زرغونه رښتين  زيور دميرمن ټولنيز کلتوري بهير  دبنسټ له خوا وستايل شوه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمطبوعاتو  دنړيوال مرکز په تالار کې جوړه شوې وه  د ميرمن  کلتوري  ټولنيز بهير دبنسټ رييسې  ساهرې  شريف  وويل :  چې  پوهندوى ډاکتره زرغونه رښتين زيور  دهغو کارونو له امله  چې دپښتو ادبياتو په برخه کې يې ترسره کړي دي  ددغه بنسټ له خوا  دستاين ليک  وړ ګرځيدلې ده .
  پوهندوى زرغونه رښتين  دستاين ليک  له ترلاسه کولو وروسته له دغه بنسټ  څخه مننه وکړه او زياته يې کړه  چې ځوانان بايد علم زده کړي ، ځکه چې له جګړې سره  دمبارزې يوازنۍ لاره  دعلم زده کړه ده . او اوس  ددې وخت رسيدلى دى  چې هېواد  له دغې ستونزې څخه  وژغورو .
دجمهور رييس سلاکار لعل پاچا ازمون او دکابل پوهنتون  يوشمير استادانو پوهندوى زرغونه رښتين يو علمي شخصيت وباله او دپښتو ادبياتو په برخه کې ددې هلې ځلې يې  مهمې او ارزښتناکې  وبللې .
دپوهندوى  زرغونې رښتين  څو کتابونه او مقالې  خپرې شوي دي  او دى اوس  دکابل او ننګرهار  په پوهنتونونوکې دپښتو په ديپارتمنت کې دافتخاري استادې په توګه په تدريس بوخته ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته