امنیت

د طالبانو يو سرګروپ ونيول شو

کابل – باختر دليندۍ اووويشتمه :
دطالبانو يو سرګروپ نن په لوګر ولايت کې دملي اردو دمنسوبينو له خوا ونيول شو.
دملي دافاع وزارت د ويندوى دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ: دملي اردو د ځانګرې قعطې منسوبينو د وسله والو طالبانو د يو سرګروپ د موندلو په مقصدچې د ترورستي بريدونو د ترسره کولو مسووليت يې په غاړه درلود د لوګر ولايت د مرکز پل علم په مربوطاتوکې چاڼيزو عمليات ترسره کړل چې له امله يې د وسله والو طالبانو يوسر ګروپ له يو بل سړى سره ونيول شو.
ويل کيږي چې ده د عملياتو د ترسره کولو او خپلو همکارانو د وسلو او مهماتو د پيرودنې لپاره د پيسو د برابرولو مسووليت په غاړه درلود.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته