امنیت

په خوست کې چاودنې د ترافیکو یو پولیس ټپي کړ

کابل/ باختر/ د چنګاښ ۹ مه
د خوست ښار د فیض محمد خان لوګري په څلور لارې کې نن غرمه چاودنه وشوه چې له امله یې د ترافیکو یو پولیس ټپي شو.
د خوست د امنیې قوماندانۍ رسنیز دفتر وايي چې دغه پېښه د مقناطیسي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوه او د ترافیکو یو پولیس په‌ کې ټپي شو.
بل لور ته د پېښې عیني شاهدان وايي چې ماین په موټر سایکل کې ځای پر ځای شوی و او د چاودنې له امله یې دوه تنه ټپیان شوي دي.
تر اوسه د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته