سیاست

د جمهوري رياست دمقام له حکم سره سم ډاکتره ناجيه طارق دعامې روغتيا وزارت دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو د معينې په توګه ټاکل شوې ده .

کابل باختر د زمري  اته ويشتمه

 د جمهوري رياست دمقام  له حکم سره سم ډاکتره ناجيه طارق دعامې  روغتيا  وزارت  دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو د معينې په توګه  ټاکل شوې ده .

 باختر اژانس ته  دچارو داداري او دوزيرانو شورا  ددارالانشا  دلوي رياست  داطلاعاتو او عامه اړيکو درياست  دمعلوماتو له مخې ،  ډاکتره ناجيه طارق  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست  دعالي مقام له حکم سره سم  دجمهوري رياست دمقام د خاص مشورتي بورد له نظر وروسته  د جګپوړو پستونو په ټاکنو کې  ددغه وزارت دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو دمعيني په توګه  ټاکل شوې ده .

 ډاکتره ناجيه طارق  ولادي او نسايي  متخصصه  ترينره  ده او ديارلس کاله  کاري تجربه لري  چې  خپل تخصص يي  په  ١٣٧٠ کال کې د طب دماستري په سويه  دکابل  له طبي پوهنتون  څخه ترلاسه کړي دي او خپلې زده کړي يې دامريکا  دواشنګتن  په دولتي پوهنتون کې  دماستري  په سويه  دعامې اداري  او دعامه پاليسي  په څانګه کې  تعقيپ کړي دي .

  په خبر کې دغه راز ويل شوي دي  چې دغه حکم  دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو  دلازيات تنظيم په مقصد توشيح شوي دي او دجمهوري رياست  عالي مقام  دچارو په ترسره کولو کې  دي ته  دلازياتو برياليتوبونو هيله کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته