امنیت

دوه تنه په کونړ ولايت کې د طالبانو له خوا په ډزو سره ووژل شول.

کابل – باختر دکب دمياشتې ٢١
وسله والو طالبانو دوه تنه ملکي وګړي تيرماښام په کونړ ولايت کې دولت ته دجاسوسۍ په تور په ډزو سره ووژل.
دکونړ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخيل دباختر آژانس خبريال ته وويل : دغه کسان دطالبانو له خوا ددغه ولايت دسرکاڼو ولسوالۍ دبرآباد په ساحه کې وتښتول شول او وروسته ډزې پرې وشوې، ده زياته کړه چې طالبانو په دغو دوو تنو ملکي وګړو له دولت سره دهمکارۍ په تور ډزې وکړې خبرځاى زياته کړه، ددغو دووتنو مړي دپوليسو له خوا ترلاسه شول.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې : دغه دوه تنه د سرکاڼو ولسوالۍ اوسيدونکي و او له دولت سره يې اړيکې نه لرل عادي کسان وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته