روغتیا

دبغلان ولايت د عامې روغتيا رياست د انتخاباتو په خاطر فوق العاده حالت غوره کړى دى

کابل- باختر د وري دمياشتې ١٠
دبغلان ولايت دعامې روغتيا رياست نن د روغتيايي حالاتو فوق العاده کميټه جوړه کړه.
دبغلان ولايت دعامې روغتيا رياست دخبري څانګې مسوول ډاکتر شاه محمد هوفياني دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دې کميټه کې د عامې روغتيا رياست مشرتابه هيئت ولايتي روغتون، د آغاخان د پرمختيايي مرکز د روغتيا موسسو مسولين او د باختر د پرمختيايي موسسې مسوولين شامل دي چې د جوړولو هدف يې دانتخاباتو په ورح د احتمالي تروريستي پيښو څيړنه ده.
ده زياته کړه: ټولو کلينيکونو او روغتيايي مرکزونو ته لارښوونه شوې ده چې د وري دمياشتې له څوارلسمې نيټې څخه تر اوولسمې نيټې پورې د امبولانسونو د فعال ساتلو لپاره بشپړتيارى په پام کې ولري.
ده زياته کړه: په دې موده کې د روغتونونو د ظرفيت د ساتلو په خاطر د هر راز پلاني نارغانو له منلو څخه ډ ډه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته