ښوونه او روزنه

دزده کوونکو مشران: هغه کسان چې ادعاکوي چې دافغان ترک په ښوونځيو کې د ډار اچوونې دلارو چارو لوست ورکول کيږي محاکمه شي

کابل باختر د وږي اته ويشتمه :
دافغان ترک دښوونځيو دزده کوونکو له ميندو اوپلرونو کميټه ،  دولت دې بايد ددغو ښوونځيو دفعاليت دوام لپاره هڅه او هاند  وکړي او هغه کسان چې ادعا کوي په افغانستان کې دافغان ترک له ښوونځيو څخه ډار اچونه ترويجوي محاکمه کړي .
  دباختراژانس  دخبريال دخبرله مخې ، ددغو ښوونځيو دزده کوونکو د ميندو اوپلرونو دکميټې يوې غړي يوسف پشتون نن په يوه کنفرانس کې دسيکادادارې ديوه مسوول علي  ارغوان چنارد محاکمه  کيدو غوښتنه وکړه . ده تور لګولى دى چې دافغان ترک ښوونځي تروريزم ترويجوي اوبايد وتړل شي .
  پشتون دچنار دڅرګندونوپه ردولو سره په تيرو دوولسيزو کې ددغو ښوونځيو دکارکوونکو اوښوونکو هلې ځلې وستايلې او وي ويل چې ددغه  ښوونځيو زده کوونکو نه يوازې د هېواد په کچه  بلکې په سيمه کې  پوهنې ته په لسګونو مډالونه راوړي  دي او هيڅوک  نه شي کولاى چې ددوى په خدمتونو سترګې پټې کړي .
ده زياته کړه موږ سربيره پردې چې ددغوښوونځيو په ساتنې ټينګار کوو دهغو دلازياتې پراختيا  په لاره کې  هم هڅه  او هاندکوو .
په هغې مطبوعاتي  اعلاميه کې چې دافغان ترک ښوونځيو دکار ددوام په ملاتړ  کې دزده کوونکو دميندو او پلرونو د کميټې له خوا خپره شوې ده ويل شوي دي چې دغه شان څرګندونې دافغانستان له قوانينو څخه په ډاګه او څرګنده سرغړونه او دهېوادپه کورنيو  چارو کې لاسوهنه  ده .
  موږ دزده کوونکو ميندې او پلرونه  دعلي چنار دغه څرګندونې په کلکه غندو او دغه مراتب  اعلاموو دافغان ترک  موسسې په مشرتابه هيئت استادانو ، د زده کوونکو په ميندو او پلرونو او زده کوونکو  دتور لګول بې بنسټه  دي او علي چنار دى تر عدلي څارنې لاندې ونيول شي .    ختم_ شکريه – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته