امنیت

دقهرسیلاب(۴) نمبر(۲۰) عملیاتوددوام په ترڅ کی (۲)واسطی او (۶)وسلی نیول شوي دي.

ننګرهار باختر د مرغومي دولسمه
دقهرسیلاب ۴ نمبر ۲۰ په نامه جګړه ئیز او چاڼیز عملیات چی د۲۰۱ سیلاب قول اردودڅلورمی پلی لوا په مشری دګډودفاعی اوامنیتی ځواکونوپه ګډون دننګرهار ولایت دغنی خیلو اومهمندری ولسوالیو اړونده سیمو کی دتورخم جلال آباد لویی لاری امنیت دلاپیاوړتیا ، دټولوتروریستی ډلودځپلو او دجمهوری ریاست دټولټاکنولپاره دزمینی برابرولوپه موخه دهوایی او توپچي قواووپه ملاتړ په تیرو(۲۴)ساعتوکی (د۲۵ ویالی ، هزاره ګانوکلی ، فامیلی کلی او جبه کلی) اړونده سیمی تصفیه اوتالاشی شوی چی په ترڅ کی یی (۱)بی پلیټه کرولاموټر(۱)موټرسایکل (۴)کلاشینکوفونه او(۲)راکټونه دملی دفاعی امنیتی ځواکونولاسته ورغلی دی.
همداشان دعملیاتوپه جریان کی (۲)ماینونه چی دهیواددښمنانوله خواځای پرځای شوی وو کشف او د۲۰۱ سیلاب قول اردوڅلورمی پلی لوا دماین پاکونی ټیم له خوا شنډ شوی دی .
دیادونی وړده: چی دعملیاتوددوام پرمهال دغنی خیلو ولسوالی ذاخیل غونډۍ اوټانګ غونډی په سیمو کی دملی پاڅونکونکو دپوستی د تحکیماتو دجوړیدوچاری روانی او دسیاه چوب سیمی دپوستو د تحکیماتو چاری بشپړی شوي دي .
یادعملیات په بریالیتوب سره دوام لري.پاى-سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته