دايران دنګهبان شورا يوه مصوبه تصويب کړه چې له مخې يې له بريتانيا سره ددغه هيواد اړيکې کميږي .
داړيکو دغه محدوديت دروان کال ترپايه پوري له ايران څخه دبريتانيا دسفير ايستل دي .
دايران دخبري رسنيو دنګهبان شورا دويندوى عباس علي له خولې ويلي دي ددغې شورا غړو په غوڅ اکثريت سره ددغه سند په تصويبولو رايه ورکړې ده .
دايران پارلمان پرون ددغه سند مسودي ته خپله موافقه رايه ورکړه .
دغه سند دليندي دمياشتي په دويمه نيټه له هغه وروسته وړاندې شو چې امريکا ، کاناډا اوبريتانيا دايران پرخلاف نوي بنديزونه اعلام کړل .