امنیت

په کندز کې طالبانو ته د سر زيانونه

کابل/ باختر/ د وږي ٩ مه
په کندزکې تېره شپه څو وسله وال طالبان له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول.
د کندز د امنيې قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني د باختر آژانس خبريال ته وويل چې وسله والو طالبانو د کندز ښار ته څېرمه پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې له ځمکې او هوا څخه بريدونه پرې وشول.
هغه زياته کړه: په نښتوکې تر اوسه ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او مړي يې د جګړې په ډګرکې پاتې دي.
هغه زياته کړه چې د کندز په ځينو سيموکې د وسله والو طالبانو او امنيتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ نښتې دوام لري.
د کندز د امنيې قوماندانۍ وياند وويل چې امنيتي منسوبینو د طالبانو د بريد په اړوند کافي معلومات لرل او د هغوی د ځپلو لپاره يې پلان جوړ کړی و.
ختم- سعيده – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته