سیاست

جمهور رئيس کرزی: خپل ماشومان د علم زده کړې ته وهڅوی، هېواد له بېچاره ګۍ او احتیاج نه وژغورئ

کابل_باختر د سلواغې د مياشتې ٨ مه:
د بابکرخېلو د قومي شورا سپین ږیزو او مخورو، د افغانستان له جمهور رئيس حامدکرزي سره په ليدنه کې خپلې سیمه ییزې ستونزې مطرح کړې.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې ليدنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، د بابکرخېلو د قومي شورا رئيس حاجي زمرک بابکرخېل، ډاکټر عبدالبدیع او ډاکټر نجیب الله بابکرخېل د نورو په استازيتوب خبرې وکړې.
ډاکټر عبدالبدیع په خپلو خبرو کې وویل چې په هېواد د کې د سراسري سولې او امنیت ټينګښت زموږ د ټولو هيله ده او په دې اړه باید کوټلي ګامونه اوچت شي، ترڅو د افغانستان خلک سولې او هوساينې ته ورسيږي.
نوموړي وویل چې د بابکرخېلو قومي شورا د جمهور رئيس له هغه دريځ څخه چې تر هغې په افغانستان کې د سولې بهیر په عملي او علني توګه پیل نه شي او د افغانانو پر کورونو د بهرنيو ځواکونو پوځي عملیات بند نه شي امنیتي قرار داد به لاسليک نه شي، ملاتړ کوي. 
د بابکرخېلو سپین ږیزو د بابکر خېلود قوم سیمه ییزې ستونزې بیان کړې، غوښتنه يې وکړه چې د کابل ښار د حضوري چمن د سیمې څلور لاره دې د غازي محمد شاه خان بابکرخېل په نوم، ونومول شي، د سروبي د تیزین په سیمه کې دې د اوبو یو بند جوړ او د دغې سيمې سړک دې قير شي. دوی همداراز غوښتنه وکړه چې د سروبي ولسوالۍ د ذګي په سیمه کې دې د بابکرخېلو د قوم هغو ۳۵۰۰ کورنيو ته چې اوس مهال په پاکستان کې کډوالې دي یو ښارګوټی جوړ شي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د بابکرخېلو د قومي شورا د سپین ږیرو او مخورو د وړانديزونو او غوښتنو له اورېدو وروسته وویل له دې سره سره چې دا هېواد د نړۍ د زړورو لوی سنګر دی، مېړني جرئت لرونکي او پیاوړي خلک لري، خو د بدمرغۍ او وروسته پاتې والي او احتیاج عوامل يې د تعلیم نشتوالی دی.
جمهور رئيس د بابکر خېلو د قومي شورا له مشرانو او مخورو څخه وغوښتل چې دوی او د افغانستان نور خلک باید د دې خاورې د خاوندانو په توګه خپلې لوڼې او زامن د علم او پوهې د زده کړې لپاره وهڅوي ترڅو د علم د زده کړې له لارې خپل ځان، کورنۍ او هېواد ته خدمت وکړي، هېواد له بېچاره ګۍ او احتیاج څخه وژغوري.
حامد کرزي، ديني عالمان، سپین ږیري او د کورنیو مشران مخاطب کړل، وې ویل: که ستاسو په کورنيو کې شپږ کلنې نجونې او هلکان موجود وي، نو دواړه تر راتلونکې یوې میاشتې پورې ښوونځي ته واستوي او هغه چې ښوونځي کې دي لا ډېر د علم زده کړې ته يې وهڅوي.
حامد کرزي غازي محمدشاه خان یو لوی مجاهد او په هېواد مین شخصیت وباله او د بابکرخېلو د قومي شورا هغه وړاندیز چې د حضوري چمن څلور لاره دې د غازي محمد شاه خان په نوم، ونومول شي، ومانه.
د هېواد جمهور رئيس وویل چې د بابکرخېلو د قومي شورا د سپين ږيرو او مخورو د نورو غوښتنو په باب به هم لازم اقدامات وشي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته