خبرونهټولنه

په بغلان کې د راستنېدونکو په خاطر د حرفې د زده کړې کورسونه جوړ شول

٣٩- کابل / دليندى ١٢مه /باختر
د مهاجرت نړيوال سازمان په بغلان کې ٣٥ تنو راستنېدونکو ښځو ته د حرفې د زده کړې کورسونه جوړ کړل.
د بغلان د مهاجرينو او راستنېدونکو د چارو رييس شريف الله شفق د باختراژانس خبريال ته وويل چې د مهاجرت نړيوال سازمان د ٣٥ راستنېدونکو ښځو په خاطر د جاموګنډلو او ګلدوزى د حرفې زده کړو کورسونه د دوشي ولسوالۍ په کيله ګي ساحه کې او دغه راز مرکزي بغلان ولسوالۍ د سولې په ښار ګوټې کې د مهاجرينو او د راستنېدونکو د چارو رياست په همکارى جوړکړ.
د شفق د څرګندونوله مخې؛ د دغه کورس هريوه ته د کاري وسايلو توکو سربيره په مياشت کې نهه نهه زره افغانۍ هم ورکول کېږي
هغه زياته کړه چې د مهاجرت نړيوال سازمان په يوبل اقدام کې د بغلان د بورکې ولسوالۍ په شورچه کلي کې سلو تنو ښځوته د شېدو د اوزو مرسته هم وکړه .
د مهاجرينود چارو رييس د شېدو د اوزو د ويشلو موخه د کليو ښځو ته د کار د فرصتونو برابرول او راستنېدونکو کورنيو ته مالي غښتلتيا ورکول او له بلې خوا په کورنيو کې د تاوتريخوالي کمښت وبلله.
د يادونې وړ ده چې په بغلان کې يواځې د مهاجرت د نړيوال سازمان موسسه نه ده چې راستنېدونکو ته د خدمتونو د وړاندې کولوپه برخه کې په فعاليت بوخت دى بلکې د اکتيد موسسې هم ١٤٠راستنېدونکو ته د استوګني کورونه چې دوه خونې او يو دهليز لري د پلخمري ښار او د مرکزي بغلان په مربوطاتوکې جوړ کړي دي .
ختم_ شکريه _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته