نړۍ

دموصل ښار اوسيدونکو دداعش دډلې ٤٥ تنه غړي په زهرو سره ووژل .

اربيل  باختر د چنګاښ اوولسمه :
دعراق په موصل ښار کې سيمه ئيزو خبرځايونو خبر ورکړ چې دداعش دتروريستي ډلې ٤٥ تنه ځواکونه په هغو خوړو سره چې د دغه ښار ديو ځوان له خوا په زهرو ککړ شوې وو  ووژل شول  او شل تنه نور يې  روغتون ته وليږدول شول .
دغه پيښه دموصل ښار په حجر دره کې رامنځته شوې ده او ويل شوي دي چې ديوشمير نورو مسمومو شويو کسانو روغتيايي حالت هم خراب دى .
په خبرونوکې ويل شوي دي چې دغه اقدام دداعش دتروريستي ډلې د وژلو له سياست څخه دموصل  دخلکو دغچ اخستلو په لاره کې  ترسره شوى دى. 
ددغه خبر له مخې مسموم شوي خواړه دروژه ماتې په وخت کې دداعش دتروريستي ډلې غړو ته ورکړ شوى و .
داعش په وروستيو اوونيو کې دننينوا په ولايت او دهغه په مرکز موصل ښار کې وژنې پيل کړې دي او هره ورځ ددغه ولايت يوشمير خلک په ډله ئيز ډول په ډزو يا غير انساني ډول اعداموي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته