
کابل، د کب ۱۸مه، باختر
د ايران له لوري افغان حکومت ته د بندیانو د سپارلو په لړ کې نن يو ځل بيا ١٨١ تنه افغان بندیان چې په ياد هېواد کې زنداني وو، د هرات ولایت اسلام قلعه بندر له لارې افغان حکومت ته وسپارل شول.
ايران دغه اقدام تر هغه وروسته وکړ، چې څو ورځې وړاندې د اسلامي امارت د لوی څارنوال په مشرۍ د بهرنیو چارو او محابسو عمومي ریاست د استازو په ګډون یوه لوړ پوړي پلاوي د ايران په پلازمېنه تهران کې د ياد هېواد له چارواکو سره د خبرو اترو په پایله هوکړه وشوه، چې ګڼ افغان بندیان به افغان حکومت ته سپاري.
د يادونې وړ ده، چې اوسمهال لسګونه افغان کډوال په بهرنیو هېوادونو په ځانګړي ډول ايران او پاکستان کې بنديان دي او اسلامي امارت هڅې پيل کړې، تر څو ياد کسان له بنده ازاد او خپل هېواد ته يې راستانه کړي.
افغانمل