سیاست

اجرائیه رئیس د امریکا د جمهور رييس له مرستیال سره وکتل

کابل_باختر د تلې د مياشتې ٨ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په نیویارک کې د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس له مرستیال جو بایډن سره وکتل.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د افغانستان او امریکا د راتلوونکو اړیکو او همکاریو پر څرنګوالي، د افغانستان پر امنیتي وضعیت، له پاکستان سره پر اړیکو او د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو پر بشپړولو او سمبالولو خبرې وشوې.
افغان او امریکايي مقاماتو همدا راز د تېر کال په ترڅ کې د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ښه فعالیت او له تروریزم سره یې پر مبارزې، چې د نړیوالو سرتیرو له مرستې پرته وشوه، بحث وکړ.
د هیواد اجرائیه رئیس وویل چې افغان ځواکونو په خپله کولای شي، د تروريستي خطرونو په مقابل کې مبارزه وکړي، خو اړتیا ده، چې ملګري او همکار هیوادونه یې اکمال او سمبال ته پام زیات کړي.
ده زیاته کړه چې په سیمه کې د امن راتګ لپاره ضرورت دی، څو ټولې ښکېلي خواوې خپل مسؤلیت په سمه توګه ادا او په دې مبارزه کې ګاونډي هیوادونه ضروري همکاري وکړي.
ده دغه راز وویل چې افغانستان د نوي حکومت له راتګ سره نړیوالو، په خاصه توګه امریکا ته د یوه نوې او با اعتماده همکار په بڼه کې راڅرګند شوې او حکومت کار کوي، چې بهرنۍ پالیسي نوره هم غښتلې او کارنده شي.
د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رييس مرستیال جو بایډن وویل چې افغانستان د امریکا لپاره اساسي اهمیت او افغان ځواکونه باید د دې جوګه شي، چې هلته شوي پرمختګونه وساتلي شي.
ده زیاته کړه چې دوی به د افغانستان سره د خپلو راتلوونکو همکاریو تګلوري هم ټاکي او له ژمنې سره سم به ، د افغان ځواکونو تمویل او تجهیز ته هم پام کېږي.
په نننې کتنه کې د افغان او بهرنیو سرتیرو ترمنځ پر راتلوونکې ملګرتیا، په سیمه کې له تروریزم سره د ګډوهمکاریو پرجلب او د هیواد په داخل کې پر امنیتي وضعیت تفصیلي خبري وشوې. #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته