امنیت

په ارزګان کې د ماين دچاودنې له امله څلورو تنو ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل باختر دکب دمياشتې٢٨ :
په ارزګان ولايت کې د ماين دچاودنې له امله يو ماشوم ووژل شو او درې تنه نوريې ټپيان شول.
دغه پيښه پرون ناوخته د چارچينو ولسوالۍ د کيشي په کلي کې هغه وخت رامنځته شوه چې ماشومان په لوبو بوخت وو.
د ارزګان ولايت يوه امنيتي مسوول دباخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې چاودنه کې يو ماشوم  ووژل شو او درې تنه نور ماشومان ټپيان شول.
ده وسله وال طالبان ددغه ماين ښخولو مسوول وبلل او ويې ويل چې ددغې پيښې دعاملينو د پيژندلو اونيولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.
په افغانستان کې طالبان زياتره په ګڼ ميشتو لاروکې د ماينونو په ښخولو لاس پورې کوي چې زياتره ملکي وګړي پکې قرباني کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته