سیاست

جمهوررئیس حامدکرزي د چین د (وشي) له تاریخي ښارڅخه لیدنه وکړه

کابل باختر د ثور ديرشمه
د افغانستان جمهور رئیس  حامد کرزي  چین ته د خپل سفر په دریمه ورځ د دغه هېواد د (وشي ) له ښار څخه لیدنه وکړه.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهوررئیس او ملګري پلاوي ته یې د (وشي) ولایت د والۍ مېرمن هونګ لیکسین  او نورو چارواکو له خوا تود هرکلی وویل شو.
د (وشي) والۍ میرمن هونګ لیکسین د دغه ښار په اړه جمهوررئیس ته معلومات ورکړل، ويې ویل چې دغه ښار ۷۰۰۰ کلن تاریخ لري او د چین د ټکنالوژۍ او معلوماتو مرکز او د دغه هېواد له پینځو مشهورو او مهمو ښارونو څخه دویم ښار ګڼل کیږي.
میرمن هونګ لیکسین وویل چې په دغه ښارکې د ۴۳ بیلیونو امریکایي ډالرو په ارزښت ۵۰۰ بهرنیو کمپنیو پانګونه کړې ده چې د هغو له جملې څخه ۹ کمپنۍ د افغانانو دي چې د شاوخوا سلو میلیونو ډالرو په ارزښت یې د ټکنالوژۍ په برخه کې پانګه اچولې ده.
د (وشي) والي د افغانستان جمهوررئیس او ملګري پلاوي ته يې وویل چې چین ته ستاسو دغه سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې نورې هم ټینګې کړي.
دې، وویل چې د چین خلک له افغانستان سره د خپلې دوستۍ قدر کوي او غواړي چې د چین او افغانستان ترمنځ په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې دغه اړیکې نورې هم پراخې شي.
جمهوررئیس حامدکرزي د (وشي) له ښارڅخه د لیدنې له امله خوښي څرګنده کړه، ويې ویل: دغه ۷۰۰۰ کلن تاریخي ښار له نویو نوښتونو او پرمختګونو سره سره خپل تاریخي اصالت هم ساتلی دی.
د افغانستان جمهوررئیس څرګنده کړه چې د (وشي) ښار د چین د تاریخ، پرمختګ او د چاپریال ساتنې یوه غوره بیلګه ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته