ټولنه

د ارواښاد محمد یوسف غضنفر یادغونډه او د دعا مراسم په ارګ کې ترسره شول

کابل/ د چنګاښ ۲۱ مه/ باختر
د اقتصادي او سوداګرۍ پراختیا او بېوزلۍ کمولو په چارو کې د جمهوررئیس د فوق العاده استازي ارواښاد محمد یوسف غضنفر یادغونډه او د دعا مراسم، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په حضور کې نن ماسپښین په ارګ کې ترسره شول.
د جمهوري رياست ويندوی دفتر معلوماتو له مخې؛
د قرانکریم له تلاوت وروسته، حاضرینو د ارواښاد محمد یوسف غضنفر روح ته دعا وکړه او هغه ته یې د لوی الله له دربار څخه د فردوس جنت هیله وکړه.

په دې مراسمو کې د ارواښاد محمد یوسف غضنفر ورور حاجي محمد ابراهیم غضنفر پخپلو خبرو کې، د جمهوررئیس، اړوندو نورو لوړپوړو دولتي مقاماتو او د هیواد د مشرانو له غمشریکۍ د مننې ترڅنګ وویل، د ارواښاد غضنفر په مړینه زموږ کورنۍ غمجنه شوه، خو صبر او زغم مو کړی او الهي تقدیر ته تسلیم یوو.

حاجي محمد ابراهیم غضنفر له جمهوررئیس څخه د ارواښاد غضنفر د درملنې، بهر ته د لېږدولو او همداراز د جنازې او تدفین د کمېسیون ټاکلو او ارواښاد ته د مزار شریف د روضې مبارکې په انګړ کې د ارامځای د ټاکلو له امله مننه وکړه.

وروسته د ارواښاد محمد یوسف غضنفر لور ګوهرشادبېګم غضنفر خبرې وکړې وې ویل، پلار مې د خلکو په  خدمت کې و او له اړمنو سره یې هېڅ ‌‌‌‌‌‌ډول مرستې نه دریغولې او د هیواد د ودې او پرمختګ لپاره یې رښتینې هڅه کوله.

هغې زیاته کړه: پلار مې زړه سوانده، صبور او متواضع شخصیت و او هیله یې لرله چې په راتلونکو پنځو کلونو کې هیواد او خلکو ته زیات خدمت او کارونه وکړي.

وروسته جمهوررئیس غني خبرې وکړې او د ارواښاد محمد یوسف غضنفر کورنۍ سره یې د غمشریکۍ او تسلیت ترڅنګ وویل، نن زما او د افغانستان ملت لپاره یوه تر ټولو سخته ورځ ده.

هغه د ارواښاد محمد یوسف غضنفر ورور ته په خطاب کې وویل، تاسو خپل ورور له لاسه ورکړ، خو ما او مرستیالانو مې همکار، ورور او خپل مټ له لاسه ورکړ.

جمهوررئیس بېوزلو ته د پخې ډوډۍ د وېش، د لا زیاتې پانګونې لپاره د خصوصي سکتور د بسیج کولو او بېوزلۍ سره د مبارزې په برخو کې د ارواښاد محمد یوسف غضنفر د کړنو یادونه وکړه وې ویل، د ارواښاد غضنفر مړینه ملت ته دردناکه پېښه او دولت ته لویه ضایعه ده.

جمهوررئیس غني وویل، د ارواښاد محمد یوسف غضنفر د لور ګوهرشاد بېګم غضنفر پیغام موږ ټولو ته روحیه او د زړه قوت بښي چې وکولی شو د دې هیواد د مختلفو دردونو درملنه وکړو.

د دې مراسمو په پای کې د ارواښاد محمد یوسف غضنفر مېرمن فایزه ګیلاني خبرې وکړې او د جمهوررئیس، لومړۍ مېرمنې او نورو لوړپوړو دولتي مقاماتو له غمشریکۍ څخه د مننې ترڅنګ یې وویل، ارواښاد محمد یوسف غضنفر تل د لویو ملي برنامو پر تطبیق بوخت و، خو اجل مهلت ور نه کړ.

هغې زیاته کړه، ارواښاد محمد یوسف غضنفر د یتیمانو او دردمنو لپاره د یو پلار په څېر و او تل یې ویل چې افغانستان زما زړه دی.

فایزه ګیلاني د خپلو خبرو په پای کې وویل، د یو بیرغ په څېر د هغه رسالت په لاس کې اخلو او د ارمانونو د پوره کولو لپاره به یې خپلو هڅو ته دوام ورکړو.

په دې مراسمو کې پر جمهوررئیس او د هیواد پر لومړۍ مېرمن سربېره، د جمهوري ریاست مرستیالانو، قاضي القضات او د سترې محکمې رئیس، د مشرانو جرګې رئیس، د ملي امنیت سلاکار، جهادي مشرانو او سیاسي شخصیتونو، د کابینې غړو، د چارو ادارې عمومي رئیس، د ملي شورا یو شمېر غړو، د جمهوري ریاست سلاکارانو، د اسلامي همکاریو سازمان رئیس او د ارواښاد محمد یوسف غضنفر د کورنۍ غړو ګډون کړی وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته