سیاست

دګرجنرال قدم شاه شهيم : دملي اردو ځواکونه له پروګرام سره سم عمليات ترسره کوي .

کابل باختر د وږي  دريمه :
دملي دفاع وزارت لوى درستيز نن دجنوبي کوريا له سفير سره وکتل .
دباختراژانس  دخبر له مخې ، ددغو خبرو محور دافغانستان او دجنوبي کوريا ترمنځ تاريخي اړيکې،دملي اردو برياليتوبونه او سمبالول او دملي اردو دځواکونو دروزنې په برخه کې   دهمکاريو دوام و .
په دې کتنه کې دملي دفاع وزارت  لوى درستيز  دګرجنرال ارکانحرب  قدم شاه شهيم دهيواد دځوانو افسرانوپه ښوونه او روزنه دتجهيزاتو په برابرولو او دلوبغاړو له لارې  دسيالۍ په برخه کې ددغه هيواد  مرستې وستيالې  او ويې ويل  دملي اردو ځواکونو اوس د دې وس پيداکړى دى چې عمليات له  پروګرام سره سم او په مستقل ډول ترسره کړي .
په مقابل کې  دکوريا سفير وويل چې دکوريا دولت او ددغه هيواد اردو تيارى  لري چې دبياجوړولو په تيره بيا دځوانو افسرانو دښوونې او روزنې او دلوژستيکي  تجهيزاتو په برخه کې  له افغانستان  سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته