خبرونهاقتصاد

ایران افغانستان ته د نفتي توکو ترانزیت تر راتلونکو ۴ میاشتو تمدید کړ

کابل، د تلې ۱۳ مه، باختر

د صنعت او سوداګری وزارت نن تر ۴ نورو میاشتو پورې افغانستان ته د ایران نفتي توکو د ترانزیت د تمدیدولو خبر ورکړ

د باختر آژانس د خبر له مخې، دغه وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان لپاره د ایران له استازي حسن کاظمي قمي سره د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د رهبرۍ د پر له پسې خبرو له مخې ایران افغانستان ته د نفتي توکو ترانزیت تر ۴ راتلونکو میاشتو پورې تمدید کړی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ایران اسلامي جمهوریت د تصمیم په هر کلي سره د هېواد خلکو ته ډاډ ورکړی، چې دغه وزارت د وارداتي لارو د پرانیستلو او په هېواد کې د نفتي او نورو ضروري توکو د کمښت د مخنیوي لپاره به له هېڅ راز هلو ځلو ډډه ونه کړي.

د یادونې وړ ده چې مخکې له دې هم د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د یو جکپوړي هیئت په مشری د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او ټينګښت او د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ حجم د زیاتوالي په اړه د خبرو اترو په مقصد مسکو ته تللی و او د روسیې له مقاماتو سره یې د غنمو، اوړو، غوړیو، نفتي توکو او اوبلن ګازو د سترو قراردادونو د لاسلیک کولو په اړه خبرې کړې وې.

ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا