کابل / دسلواغې ۹ / باختر
دبلخ پولیسو په دغه ولایت کې د تېرو دوو اوونو په بهیر کې له نهه موټرونوسره ۴ سړي نیولي دي .
دبلخ دامنیې قوماندانۍ ویاند ،عادل شاه عادل باختر آژانس ته وویل: د موټرونو دغه حرفوي غله ددغه ولایت له مرکز مزار شریف ښار دلومړۍ ،شپږمې او اوومې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې نیول شوي دی .
هغه زیاته کړه چې له نیول شویو کسانو څخه نهّه غلا کړی شوی موټرونه تر لاسه شول چې پنځه یې اصلي څښتنانو ته يې وسپارل شول او ۴ نور موټرونه يې دمالککانو له پېژندلو وروسته هغوى ته سپارل کيږي .
هغه زياته کړه، پولیسو په دې موده کې له غیر مسوولو وسله والو کسانو ۱۷ وسلې ضبط او حاملین یې اړوندې مراجعو ته وسپارل .
عادل وویل چې دبلخ امنیه قوماندانۍ هوډ لري چې په دغه ولایت کې دجرایمو کچه کمه کړي ،چې دبلخ اوسیدونکو ته آرامه فضا برابره شي.
پای شکریه
0 1 دقیقه لوستل