سیاست

حامدکرزی : د بګرام جيل د ټولو چارو د مکمل افغاني کولو او بشپړ واک اخیستلو لپاره دې جدي او چټک اقدامات ترسره شي

کابل باختر د لړم  اته ويشتمه
په عدلي او قضایي غونډه کې چې د یکشنبې پر ماښام د بګرام جيل په هکله د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس حامد کرزي په مشرۍ په ارګ کې جوړه شوه، د دغه جيل د بشپړ انتقال او د بندیانو د سرنوشت ټاکلو موضوع ګانې وڅیړل شوې.
  دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ
دغه غونډه د هغه دوه میاشتني مهلت تر پوره کېدو وروسته جوړه شوه چې د افغانستان جمهوررئیس د امریکا د متحده ایالاتو د جمهوررئیس په غوښتنه د بګرام جيل د کامل انتقال په هکله هغه هېواد ته ورکړل شوی و.
په غونډه کې د هېواد لوی څارنوال او د بګرام جيل او د نظامي پولیسو لوی قوماندان خپل رپوټونه وړاندې کړل. له رپوټونوڅخه څرګنده شوه چې په دې موده کې حتی ځینې هغه بندیان هم چې د محکمې په قطعي حکم یې براءت ترلاسه کړی دی لا نه دي خوشې شوي، او علاوه پر دې نور نوي کسان هم د لاسلیک شوې موافقتنامې د مفادو پرخلاف د امریکایي قواوو له خوا بندیان شوي دي.
د هېواد جمهوررئیس دغه حالت د افغانستان او امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ د جيلونو په اړه د لاسلیک شوې تفاهمنامې جدي نقض وباله او د هېواد د ملي دفاع وزیر، لوی څارنوال او د بګرام جيل لوی قوماندان ته یې دنده وسپارله چې د زندان د ټولو چارو د مکمل افغاني کولو او دکامل اختیار اخیستلو لپاره دې جدي او چټک اقدامات ترسره کړي.
حامدکرزي دغو چارواکو ته لارښوونه وکړه چې د افغانستان د قوانینو د تنفیذ او د بګرام زندان په هکله د افغانستان او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ د لاسلیک شوې تفاهنامې د پوره تطبیق په هکله دې عملي اجرات وکړي او په دې اړه دې د هېواد جمهوررئیس ته خپل رپوټ وړاندې کړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته