روغتیا

په لوګرکې د کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٨٣ ته ورسېد

کابل / د غويي ٢٣ مه / باختر
روغتيايي مسوولينو په لوګرکې د کرونا ويروس د ١٨ نويو پېښو  د ثبت خبر ورکوي  چې په دې سره په دغه ولايت کې په کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٨٣ ته ورسېد.
په لوګر کې له کرونا ويروس سره د مبارزې مسوول ډاکټر نورعباس قاسمي باختر اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې پرون ١٨ نوى پېښې ثبت شوې دي.
هغه وويل چې په دې سره په لوګرکې په کووېډ – ١٩ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ٨٣ ته ورسېد چې ٢٨ مېرمنې هم پکې شاملې دي.
قاسمي زياته کړه چې تراوسه په دغه ولايت کې ٥ تنه روغ شوي او له بده مرغه ٥ تنه نور چې عمرونه يې زيات و، مړه شوي دي.
د عامې روغتيا مسوولين وايي چې د مشکوکو کسانو شمېر ٣٢٥ دى او په کنجک روغتون کې ١٧ تنه بستر دي او ٥٥ تنه نور په کور کې قرنطين شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې يوې اوونۍ په بهيرکې په کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر زيات شوي دي.
ختم – ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته