(PS)سیاست(PS)خبرونه(PS)اقتصادTOP(PS)(PS)ټولنه

ایران د افغانستان د خوړو او درملو له ملي ادارې سره په بېلابېلو برخو کې مرسته کوي

۲کابل، د غوایي ٢٨مه، باختر

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر او مل پلاوي ایران ته د خپل رسمي سفر په لړ کې نن د یاد هېواد د خوړو او درملو ادارې له رییس دوکتور حیدر محمدي سره وکتل.

دغه ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خوراکي توکو، درملو او طبي محصولاتو په سوداګرۍ، کیفیت، خوندیتوب او دې برخه کې د همغږۍ په اړه بحث او پرېکړه وشوه، چې د ایران د درملو او طبي محصولاتو پر مختللې کارخونې دې په افغانستان کې د درملو تولیدي کارخونو سره په سهامي شکل کار وکړي او د هغوی په وسیله دې د خپلو درملو او تجهیزاتو برانډونه تولید کړي. محمدي زیاته کړې، چې د ایران د درملو او روغتیايي محصولاتو کارخونې چې افغانستان ته د درملو او روغتیايي محصولاتو صادرات لري، یاده اداره به د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې ته د هغو تاییدي او ترڅنګ یې د درملو محموله چې غواړي افغانستان ته صادره کړي د هغې اړین اسناد به د رسمي ایمیل له لارې د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سره شریکوي.

دوکتور حیدر محمدي د خوړو او درملو ملي ادارې سره د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه، چې د ادارې د کارکوونکو د روزنې ترڅنګ به د ظرفیت لوړونې برخه کې هم همکاري وکړي.

د سرچینې په وینا، عمر یاده کتنه د ذکر شویو توکو د قاچاق په مخنیوي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د خوړو او درملو کیفیت او خوندیتوب د خوړو او درملو ملي ادارې له لومړیتوبونو څخه دي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا