ټولنه

دعراق په سنجار کې ۷۰ ډله ييز قبرونه وموندل شول

بغداد/ دامريکاغږ/ دکب دمياشتې ٢٧مه
د عراق حکومت او د ملګروملتونو یو هیات د شنبې په ورځ د موصل ایالت په شمال کې د سنجار په سیمې کې د یو ډلیزه قبر سپړل پیل کړي دي.  
د دی قبرسپړلو په وخت د قربانیانو ګڼ شمیر خپلوان هم غونډ شوي وو.
داسی ګومان کیږي چې په دې سیمې کې د یزیدي نارینه و، هلکانو او ښځو په ګډون،  په سلګونو خلک به په ډله ييز قبرونو کې خښ کړل شوي  وي.  
تراوسه په سنجاز ښار کې تر اویا  زیات ډله يیزه قبرونه موندل شوي دي . 
دا سیمه د ۲۰۱۵ په نوامبر کې د داعش له جنګیالیو ازاده شوه. 
ددی ډله يیزه وژنې یو ژوندې پاتې کس، ادریس بشر وایي په لومړنۍ ډله يیزه وژنې کې ژوندې پاتې شو او لومړنی ډله يیز قبر ایستل يي په خپلو سترګو ولید.     
د بشر په وینا کیدلی شي دوه درې کاله وخت ونیسي چې دا ټول قبرونه وسپړل                  او خلک يي وپیژندل شي. 
د ندا سیلو په نامه یوې بلې نجلۍ وویل د هغې ورورچې په کوچو کلي کې مدني فعال و، هغه هم ورک دی او هره ورځ په دې هیله یو که ژوندې وي.    
ندا وایي د دی قبرونو په لیدو دا هیلې مړې شوې، ځکه دا بدبختي د کلونو راهیسې روانه وه اوس په دې مایوسه شوو چې دا یوه ریښتې تراژیدي شوه.   
دا وژنه اکثره د ۲۰۱۴ کال د اګست په میاشت کې شوي چې کله داعش وسله والو د سنجار ښار ونیو. 
د نوبل د سولې جایزې ګټونکې نادیه مراد  د همدې کوچو د کلي ده او اوس يي د ډله يیزه قبرونو د سپړلو په کار کې سهم اخستې دى .     
د نادیې په وینا په د یزیدیانو داسی فامیل نشته چې د سخت دریځو د لاسه يي زیان نه وي لیدلی.   
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته