فرهنګ

د دوديز طب اته ويشتو تنو طببيانوته جوازليکونه ورکړاى شول

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢١ :
د  اطلاعاتو او  فرهنگ وزير نن د دوديز طب  داته ويشتو تنو طبيبانو د  جواز  ليکونو دويشلو په مراسمو کي دغه طب  دنبوي  ( ص )  دطب ستره پانګه وبلله .
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکترسيدمخدوم رذهين نن په کابل کي د دوديز طب  داته ويشتو تنو  طبيبانو د جواز ليکونو دويشلو په مراسمو کې ګډون وکړ او ويي ويل :  زموږ لرغونى طب له نبوي طب څخه  ستر بنسټ لري  داسلام ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفي  ( ص) سربيره پردې چې ښوونکى ، پيشوا  او رهبر و ،ستر طبيب هم و  او نبوي  طب زموږ د  خاورې  دسترو طبيبانو دالهام  بنسټ دى .،
ډاکتر رهين زياته کړه  زموږ طب  دهندي  هوا پوهنې ګټې ، دهندي طبيبانو افکار  او آثار او دچين  طب  او دغه راز زموږ دهيواد طب  دابوعلي سينا بلخي په شان   ددې هيواد دعالمو بچيانو  افکار او پوهه له  ځان سره لري او  وده يې کړې ده او نن ورځ ددې زمينه مساعده شوه  چې  له برياليو طبيبانوسره  لرغونى طب ونمانځو  ، دخپل لرغوني طب  په تعقيبولو لاس پورې کوو  چې څومره طبابت له طبيعت سره  نږدې شي  په هماغه اندازه  کټور دى  .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزير څرگنده کړه چې دلرغوني طب  يو غوره والى هم دا دى  چې طبيعت  ته نږدې  و  او نن ورځ  بشر ديوويشتمې پيړۍ په پيل کې بيا هم طبيعت  او طبيعي درملو ته مخه کړې ده .
دغه ر از په دغو مراسمو کې  دروغتيا او ښوونې او روزنې په چارو کې  دجمهوري رياست سلاکار وزير ډاکتر فيض الله کاکړ ددوديز طيب يا دلرغونې طب دګټو ، ددغې برخې دطبيبانو دروزنې دڅرنګوالي ، دلرغوني طب له طبيبانو څخه دآزمويني داخستلو دڅرنګوالي  اوپه هغوى  دفراغت دسندونو او دجوازليک دويشلو په باب  خبرې وکړې .
په پاى کې  دلرغوني طب  اته ويشتو تنو طبيبانو چې په دې بريالي شوي دي  لازم معيارونه پوره کړي  دفعاليت جوزا ليکونه ترلاسه کړل  او له دغو اته ويشتو تنو څخه  لس تنه يې   زموږ هند هيوادوال دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته