
بهرنۍ رسنۍ، د وږي ۲۲ مه، نړۍ
د اپل شرکت پرون د سیپټمبر پر ۱۲ مه خپل نوی ماډل تولید ایفونونه د ایفون ۱۵،
ایفون ۱۵ پلس، ایفون ۱۵ پرو او ایفون ۱۵ پرومکس په نومونو نندارې ته وړاندې
کړل.
د دغو نویو موډلونو له ډلې ایفون ۱۵ او ایفون ۱۵ پلس په پنځو رنګونو ګلابي، ژېړ،
شین، ابي او تور رنګونو کې تولید شوي دي.
د اپل شرکت د معلوماتو له مخې د نوي ماډل په کامرې، سکرین او نورو بېلابېلو
برخو کې د پام وړ بدلونونه راغلي، چې وه به کولی شي د مینوالو لا ډېر پام ځان ته
ورواړوي.
دغه شرکت ویلي، چې د راتلونکې جمعې له ورځې سیپټمبر ۱۵ مې څخه پېرېدونکي
کولی شي، د رانیولو لپاره یې سپارښتنې وکړي او د سیپټمبر پر ۲۲ مه به د لاسرسي
وړ وي.
ویل کیږي، په نړیوال بازار کې د دغو نویو ماډلونو بیې له ۸۰۰ امریکایي ډالرو څخه
تر ۹۰۰ امریکایي ډالرو پورې ټاکل شوې دي.