کابل باختر دثور دولسمه :
په لسګونه تنه وسله وال طالبان دهېواد په جنوب کې دپوځي عملياتوپه بهير کې ووژل شول .
په دغو طالبانو په تيرو ٢٤ ساعتونو دقندهار _ ترينکوټ دلويې لارې په دواړو غاړو کې بريدونه وشول .
دهېواد په جنوب کې داتل قول اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې ددغو عملياتوپه بهير کې دنويو نښتو له امله درې ديرش تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي .
ده وويل چې په دغوعملياتو کې دقندهار _ ترينکوټ دلويې لارې زياتې برخې دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې شوي دي .
داپه داسې حال کې ده چې دقندهار ، ترينکوټ لويه لاره په دې وروستيو وختو کې دوسله والو طالبانو د شتون اوفعاليت ډګر و .
يرغلګرو په دې لاره کې په وار وار دبمونو او ماينونو په ښخولو اوپه وسله والو بريدونو اودسپرليو په ځورونې لاس پورې کړى دى .
دهېواد په جنوب کې پوځي مقامات وايي چې دوى په دغو عملياتو کې په دې بريالي شوي دي چې دقندهار _ ترينکوټ دلويې لارې دبيا پرانستلو او ددغې لارې دخوندي کولو لپاره زمينه برابره کړي .
ختم_ ف _ اکرم