(PS)خبرونه(PS)فرهنګ(PS)ټولنهTOP(PS)

باختر آژانس په چینايي ژبه هم خپرونې پیل کړې

کابل، د زمري ۷مه، باختر

باختر دولتي خبري آژانس د خپلو خپرونو د پراختیا او پر وخت د معلوماتو رسولو په موخه پر نورو ژبو سربېره، په چینايي ژبه هم خپلې خپرونې پیل کړې.

باختر آژانس یوازینی دولتي آژانس دی، چې اوسمهال په دوو رسمي ژبو ( پښتو، دري) سربېره ازبکي، انګلیسي، اردو، عربي، روسي ژبو خپرونې کوي، چې اوسمهال یې په چینايي  ژبه هم خپرونې پیل کړې.

د باختر آژانس اداره هڅه کوي، چې راتلونکي کې د ژورنالېزم په ډګر کې غوره چوپړ ترسره او خپلې خپرونې په ترکي ژبه هم پیل کړي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا