ټولنه

دارشاد حج او اوقافو وزارت اعلاميه .

کابل باختر دغبرګولي يو ويشتمه :
دارشاد حج او اوقافو وزارت يوځل بيا دهيواد له ټول مسلمان او متدين  ملت څخه غوښتنه کوي چې دغبرګولي دمياشتې په څليرويشتمه نيټه دملي پاڅون   انتخاباتو په ورځ په کلک هوډ سره دراي ورکولو صندقونو ته لاړ شي اوخپله رايه دامانت په توګه استعمال کړي  اوخپله اسلامي اوملي وجيبه اداکړي .
په خپل سياسي برخليک  کې دخلکو سياسي مشارکت او ګډون دقران او سنت دلارښوونو  اطاعت بلل کيږي. ګران هيوادوال دې  په پراخه توګه په انتخاباتو کې ونډه واخلي او دسياست دغوره کسانو دهغو کسانو په توګه چې دبيعت  او امانت اهليت لري او ددې مسلمان ملت دپايښت لپاره قانونمند نظام جوړوي  ملاتړ وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته