(PS)خبرونه(PS)ورزش

بادغيس کې څه باندې ٣ زره ورزشکاران فعالیت لري

 کابل، د وري ۲١مه، باختر

د بادغیس د بدني روزنې او سپورټ آمریت د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو راپور د یوې خبري غونډې په ترڅ کې له رسنیو سره شریک کړ.

د دغه ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمر ملا فیض الله فیاض په خپل کلني راپور کې وویل، چې په یاد ولایت کې ۳ زره ۶۵۶ ورزشکاران د سپورټ په ١٧ څانګو کې فعاليت کوي، چې تېرکال یې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې رسمي او دوستانه سیالۍ ترسره کړې، چې په کې یې ۸ د سره زرو، ۱۰ د سپینو زرو او ۷ د برنزو مډالونه یاد ولایت ته ګټلي دي.

فیاض زیاته کړه، چې تېر کال فول رزم، اتلتیک، بایسکل ځغلونې، پانګرېشن او پاورلفتینګ سیالیو فدراسيونونه هم رامنځته شوي دي.

جهانیار

 

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا