
کابل، د وري ۱۵مه، باختر
د بادغیس د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسوولین وايي، چې په تېر کال یې په دغه ولایت کې د شهیدانو او معلولینو ۲۰ زره ۵۳۵ کورنیو ته حقوق ورکړل شوي دي.
د دغه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رییس مولوي محمد اسماعیل رحماني باختر آژانس ته وویل، چې په تېر ۱۴۰۱ کال کې یې د شهیدانو او معلولینو ۲۰ زره ۵۳۵ کورنیو ته ۹۰ میلیونه او ۴۸۳ زره افغانۍ وېشل شوې دي.
رحماني زیاته کړه، چې اوسمهال هم په دغه ولایت کې د شهیدانو او معلولینو کورنیو د ثبت او راجستر چارې پرته له کوم توپیره دوام لري.
لمر