اقتصادTOP

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې پرېکړه: هېڅ اداره له خپلو عوایدو د مصرف اجازه نه لري

کابل / د سلواغې ۱۲مه / باختر
د ریاست الوزرا د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د ټولو وزارتونو د سرپرستانو او یوشمېر مرستیالانو په ګډون د افغانستان اسلامي امارت د کابینې غونډه جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د غونډې په پیل کې د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عبدالرحمن راشد د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل سفر رپوټ وړاندې کړ او د یادو ولایتونو د بزګرانو او مالدارانو ستونزې او غوښتنې یې شریکې کړې.
دغه راز د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي هم د ناروې په اسلو کې د درې ورځنیو خبرو او لیدنو رپوټ د کابینې غونډې ته وړاندې کړ.
له اجنډا سره سم، د خیریه ټولنو او اتحادیو لپاره د عدلیې وزارت چمتو شوې کړنلاره تصویب شوه او کابینې د مالیاتي او غیر مالیاتي عوایدو په اړه پرېکړه وکړه چې یوازې د بانک له لارې دې راټولېږي او هېڅ اداره له خپلو عوایدو د مصرف اجازه نه لري.
دغه راز د کابینې په غونډه کې د جلال آباد – پېښور او قندهار – کوېټې ترمنځ د مسافر وړونکو بسونو تګ راتګ تصویب شو او اړوندو ادارو ته لارښوونه وشوه چې د دغه بهیر نور پړاوونه دې په لنډه موده کې ترسره کړي.
په همدې حال کې غونډې د شهیدانو او معلولینو وزارت ته دنده وسپارله چې د پخواني رژیم له معلولو عسکرو، فلج شویو او یتیمانو سره د مرستې په اړه هر اړخیزه طرحه جوړه او د کابینې غونډې ته یې وړاندې کړي.
همدارنګه د کرنې وزارت په مشرۍ ټاکل شوي پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې د کرنې په برخه کې د بهرنیو پانګه والو لپاره ځمکه تشخیص او د څېړنې پایلې یې له کابینې سره شریکې کړي.
د کابینې په غونډه کې پر ځینو نورو مسایلو هم خبرې او لازمې پرېکړې وشوې.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته