(PS)خبرونه(PS)امنیت

بادغیس کې د لاسي بم د چاودنې له امله دوه ماشومان مړه شوي دي

کابل، د سلواغې ۲۵مه، باختر

د بادغیس امنیتي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په آبکمري ولسوالۍ کې د لاسي بم د چاودنې له امله دوه ماشومان مړه شوي دي.

د دغه ولایت امنیې قومندانۍ ویاند صديق الله صادقي باختر آژانس ته وویل، چې دغه پېښه د آبکمري ولسوالۍ د آغک کلي په يوه پوسته کې هغه وخت رامنځته شوه، چې دغه ماشومان د اوسپنې د زړو ټوټو په راټولولو بوخت وو.

نوموړي زیاته کړه، چې دغه پوسته له دې وړاندې د جګړو پرمهال ویجاړه شوې وه.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا