
کابل، د وري ۲۱مه، باختر
د بادغیس د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په سنګ آتش ولسوالۍ کې د استخباراتو ځواکونو ۳۶ د طلا او نقرې تاریخي سیکې کشف او ترلاسه کړې دي.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس آخندزاده مطیع الله متقي باختر آژانس ته وویل، چې دغه سکې د سنګ آتش ولسوالۍ په کلوري سیمه کې د استخباراتو ځواکونو له لوري کشف او ترلاسه شوې، چې په کې ۸ د سرو زرو او ۲۸ د نقرې دي، چې پرې د سهادت کلمه هم لیکل شوې ده.
متقي زیاته کړه، چې د دې قضیې په تړاو ۴ تنه نیول شوي دي.
لمر