امنیت

په کندز کې دطالبانو دماينونو يوه ډيپو دړې وړې شوه .

کابل باختر د غبرګولي لومړي :
په کندز ولايت کې تيره شپه دکوماندو دځواکونو په عملياتو کې دطالبانو دماينونو يوه ډيپو دړې وړې شوه
دخاصو عملياتو دقول اردو مطبوعاتي مسوول عبدالغفار  نورستاني باختراژانس ته وويل چې دغه ډيپو  دکندز ولايت دچار درې په ولسوالۍ کې دکوماندو دځواکونو په عملياتو کې کشف او دړې وړې شوه.
  نورستاني زياته کړه چې په دغو عملياتو کې پنځه ماينونه کشف او شنډ کړى شول او دچار درې  ولسوالۍ دسيد مختار اغااو دغندي  قلعه کلي  ددښمن  له شتون  څخه  پاک او څو زرهي واسکټونه  ترلاسه شول .
  ختم_  عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته