
کابل، د وري ۱۰مه، باختر
د بادغیس د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې د د دغه ولایت په سنګ آتش ولسوالۍ کې له ۲ زره ۴۲ بې وزله کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د دغه ولایت د کلیو، بیا رغونې او پراختیا رییس مولوي روزي باختر آژانس ته وویل، چې دغه مرستې د خوړو نړیوال پروګرام په مالي ملاتړ د سنګ آتش ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې له ۲ زره ۴۲ بې وزله کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
روزي زیاته کړه، چې په دغه مرسته کې هرې کورنۍ ته یوه بوجۍ اوړه، ۵ لېټره غوړي، ۶ کیلو دال او ۳۳ پاکټه د ماشومانو د خوارځواکۍ مواد ورکړل شول.
د یو بل خبر له مخې؛ په غزني کې د ترکیې هېواد د IHH خیریه ټولنې لخوا پر ۴۰۰ بې وزلو کورنیو ۴۰ کیلو اوړه، ۴ کیلو غوړي، فرش او د ژمي البسه ووېشل شوه.
لمر