
کابل، د کب ۲۲مه، باختر
د بادغیس سیمه ییز مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې پر یوه سړک د جغل اچولو او د یوه پُل د بیا رغولو چارې پیل شوې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د دغه ۱۵ کیلومتره سړک د رغولو ترڅنګ د ۹ مترو په اوږدوالي د یوه پُل د بیارغولو چارې هم پیل شوې، چې پرې څه باندې ۱۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.
د یادونې وړ ده، چې د دغه پروژې چارې به د ۲ میاشتو په موده کې بشپړې شي.
لمر