ټولنه

٧١٧ تنه حاجيان شهيدان شول .

کابل باختر د تلي  دويمه :
دشيطان درجم په وخت کې دګڼې ګوڼې له امله  ٧١٧ تنه  حاجيان شهيدان او ٨٦٣ تنه نور ټپيان شول .
دحج او اوقافو وزارت معين  ډاکتر داعي الحق عابد له باختراژانس سره  په خبروکې  نن وويل  په منا کې  په کاڼو دشيطان د تمثال  دويشتلو په وخت کې  ٧١٧ تنه حاجيان شهيدان  او ٨٦٣ تنه نور ټپيان شول .
ډاکتر عابد څرګنده کړه چې  ددغه خبر تر خپريدو پورې  په دې پيښه کې دهيڅ افغاني حاجي  دمرګ ژوبلې  خبر نه دى ترلاسه شوى . او دحج او اوقافو وزارت هيئت  د سعودي عربستان ددولت  له استازو سره  په اړيکه کې دى  او که چيرې اضافي معلومات ترلاسه شول  هيوادوالو ته به خبر ورکړو .
سعودي رسنيو ويلي دي  چې  ددغې پيښې  زياتره قربانيان  او ټپيان  بوډاګان ، ښځې اوماشومان دي  .
  ديادونې وړ ده چې په روان کال  کې  دحج دمراسمو د پيل په لومړيو وختوکې د کرين  دلويدو په پيښه کې  ١٢٧ تنه حاجيان شهيدان او څه ناڅه دوه سوه تنه نور ټپيان شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته