امنیت

لس تنه وسله وال طالبان په لغمان کې ووژل شول.

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٦
لس تنه وسله وال طالبان په لغمان ولايت کې دنوى جګړې په بهير کې ووژل شول.
دغه جګړه نن سهار په الينګار ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې پوځيانو دوسله والو طالبانو دسپرلۍ په کاروان ډزې وکړې .
په لغمان ولايت کې دملي اردو يوه قوماندان دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې جګړه کې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل جګړه دوسله والو طالبانو په کاروان دپوځيانو له ډزو وروسته ونښته .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې دلغمان ولايت په اليشنګ ولسوالۍ کې په جګړه کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول دغه پيښه پرون ناوخته هغه وخت رامنځته شوه چې طالبانو په يوې امنيتي پوستې بريد وکړ .
ويل کيږي په دغو دوو جګړو کې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته