خبرونهTOPورزش

نیکولاس لي د افغان کرکټ ملي لوبډلې د فزیکي تکړښت روزونکی ټاکل شوی دی

 کابل، د سلواغې ۲۳مه، باختر

افغانستان کرکټ بورډ، نیکولاس ټرېور لي د ملي لوبډلې لپاره د فزیکي تکړښت د نوي روزونکي يا ټرېنر په توګه وګوماره چې د روانې فبروري میاشتې په ۲۳مه نېټه به د ایرلینډ پر وړاندې له لوبلړۍ مخکې له ملي لوبډلې سره یوځای شي چې له دې وړاندې یاده دنده له ۲۰۱۴م کال راهیسې د سویلي افریقا جېسن ډوګلس پر مخ وړله.

کرکټ بورد ویلي چې ۴۰ کلن نیکولاس لي د انګلستان د کېنټ کاونټي کرکټ کلب په ګټه ۱۳ فرسټ کلاس سیالیو کې لوبېدلی چې د درې نیمه سلیزو پر مټ یې د ۳۰.۶۲ منډو په اوسط سره ۴۹۰ منډې جوړې کړې دي.

نوموړی دغه راز له انګلستان کرکټ بورډ د روزنې دویمه درجه سند ترلاسه کړی او د فزیکي تکړښت د روزونکي په توګه پراخه تجربه لري.

نوموړي د ۲۰۲۰م کال له مارچ میاشتې راهیسې د بنګله دېش کرکټ بورډ د فزیکي تکړښت څانګې د مشر په توګه دنده ترسره کوله.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې نوموړی له دې وړاندې د ۲۰۱۶م کال له اکټوبر د ۲۰۲۰م کال تر فبروري میاشتې پورې د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې د فزیکي تکړښت د روزونکي په توګه پاتې شوی دی.

له بنګله دېش او سریلانکا سره له دندو وړاندې نوموړي د شاوخوا پنځه کلونو لپاره د انګلستان د سسیکس کرکټ کلب د فزیکي تکړښت د مشر روزونکي په توګه دنده پرمخ وړې او دغه راز د انګلستان له اګلیا رسکن پوهنتون د سپورت ساینس په برخه کې د لېسانس تر کچې زده کړي او اوسمهال د انګلستان د فزیکي تکړښت د سازمان برحاله غړیتوب هم له ځان سره لري.

د دې ټولو مسوولیتونو او دندو ترڅنګ نیکولاس ټرېور لي د ۲۰۱۷م کال چېمپینز ټرافي، د ۲۰۱۹م کال نړیوال جام، د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کال د شل اوریزو سیالیو نړیوال جام او همدارنګه د ۲۰۲۳ کال د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام کې له بېلابېلو لوبډلو سره د فزیکي تکړښت د روزونکي په توګه دندې ترسره کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته