امنیت

په کندزکې د طالبانو په مرکزونو دپوځي مرګاني بريدونو دوام

کابل باختر د وري  دمياشتې  ٢١ :
په کندز ولايت کې ددوو تنو قوماندانانو په ګډون څوارلس تنه وسله وال طالبان  دپوځي عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
په دغو ډاراچوونکو په تيرو ٢٤ ساعتو کې  د چاردرې او دشت ارچي ولسواليو په مربوطاتو کې بريدونه وشول .
په شمال ختيځ کې دپوليسو درسنيو دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې په دغو عملياتو کې څوارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږتنه نور يې ټپيان شول.
په دغو عملياتو کې تراوسه پورې په دشت ارچي او چهاردرې ولسواليو کې  په لسګونو کلي دډاراچوونکوله شتون څخه پاک شوي دي.                                    ددغې خبرپاڼې دمعلوماتوله مخې : په کندز ولايت کې د ډاراچوونکو پرضد  عمليات  دډاراچوونکو له شتون څخه ددغه ولايت تربشپړپاکولو  پورې دوام لري.
ويل کيږي  د ډاراچوونکو په مرکزونو دبدليدو په مقصد د چاردرې او دشت ارچي ولسواليو دمخنيوي لپاره  هره  سيمه چې پاک کيږي هلته امنيتي ځواکونه ځاى پرځاى کيږي.                                                                                      
دورکړ شويو شيمرنو له مخې :  دپوځي عملياتوله پيل څخه  تراوسه پورې  څه ناڅه سل تنه  ډار اچوونکي ووژل شول.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې پوځيان  په کندز ولايت کې  دوسله والو طالبانو  دوسلو  ددريو ډيپوګانوپه کشفولو بريالي شوي دي.
دغه ډيپوګانې نن سهار دکندز ښار ته څيرمه په  چاردرې ولسوالۍ کې
دطالبانو په ټنځايونو کې  کشف  شوي دي.
له دغو ډيپوګانو څخه  يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم ترلاسه  شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته