خبرونهفرهنګTOP

بامیانو ته زرګونه سېلانیان ور مات شوي دي

 کابل، د وږي٢٠مه، باختر

د تېر يو کال په بهيرکې ١٠٨ زره کورنيو او بهرنيو سيلانيانو په هېواد کې  د لومړني ملي پارک څخه کتنه کړې ده.

د باميانو د کرنې او اوبو لګولو رياست مسوولين چې د بند امير د دروازې د کنټرول مسووليت په غاړه لري وايي چې په دغه رياست کې د راټولو شويو شمېرنو له مخې  په تېر يو کال کې  ١٠٨ زره کورنيو او بهرنيو سيلانيانو  له بند امير څخه کتنه کړې.

د باميانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي سيف الرحمن محمدي په دغه ولايت کې  د سيلانيانو شتون او علاقمندي د سراسري امنيت، د طبيعي او لرغونو جاذبو شتون او له سيلانيانو سره ښه چلند وباله او ويې ويل چې باميان د سلګونو تاريخي اثارو، څلو او د طبيعي جاذبو په لرلو سره د افغانستان په کچه د ګرځندويانو لپاره ښه ولايت دى.

هغه سراسري امنيت او په سيمه کې د ګرځندوى سم مديريت له مهمو لاسته راوړنو څخه وبلل او زياته يي کړه د باميانو په مرکز او ولسواليو کې بشپړ امنيت تامين دى او سيلانيان کولاى شي له کومې اندېښنې پرته  د باميانو له بېلابېلو سيمو  څخه کتنه وکړي.

دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د امنيتي ځواکونو په همغږۍ په ګرځندوى يې ساحو کې بشپړ امنيتي نظم تامين کړى دى.

دغه راز هغه ژمنه کوي چې  په لرغونو ساحو کې د خدمتونو د ښه والي او د امکاناتو د برابرولو په لاره کې به له اړوندو ادارو سره هلې ځلې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې  د اطلاعاتو او فرهنګ  وزارت سرپرست  ملاخيرالله خيرخواه د باميانو ولايت ته د سفر په بهيرکې هم  ژمنه کړې وه، چې  په دغه ولايت کې به د لرغونو ساحو د ساتنې  او د ګرځندوى صنعت د ښه والي لپاره هلې ځلې وکړي.

\ ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا