کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٥ :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس د خواشينۍ پيغام
په خواشينۍ سره خبر شوم چې نامتو شخصيت او د شينوارو د قوم مشر حاجي ملک نياز وفات شوی دی.
انالله و انااليه راجعون
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ : ارواښاد ملک نياز په هېواد مين ، سوله دوست او مهربان شخصيت وو، چې خلک او ولسونه به يې يووالي، ورورګلوي او سوله ييز ژوند ته هڅول.ارواښاد حاجي ملک نياز د افغانستان د واقعي خواخوږي په توګه د هېواد د پرمختګ، د نظام د پايښت او د هېوادوالو د سوکالۍ په موخه د وخت مسوولينو او چارواکو ته ګټورې مشورې ورکولې. نوموړي په ننګرهار کې د خپل نېک شهرت، نفوذ او محبوبيت له امله د خلکو د شخړو په هوارۍ کې مثبت رول درلود، مړينه يې د افغانستان لپاره يوه ضايعه ده.
د ارواښاد حاجي ملک نياز کورنۍ، د ننګرهار ولسونو او ټولو هېوادوالو ته د هغه د مړينې تسليت وايم ، خدای تعالی دې جنتونه په نصيب کړي .
1 1 دقیقه لوستل