
کابل، د لېندۍ ۵مه، باختر
د بامیانو سیمه ییز مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د چین هېواد د بنسټ له لوري د فوټبال سیالۍ پیل شوې.
د بامیانو د اطلاعات او فرهنګ ریاست مدیر سید هاشم کاظمي باختر آژانس ته وویل، چې له دغو سیالیو یې موخه د فرهنګي او تاریخي میراثونو ساتنه او د ځوانانو هڅونه ده.
د سیالیو په پای کې لوبغاړو ته د چین بنسټ له لوري مډالونه ورکړل شول.
لمر