_ فيض آباد باخترلړم دمياشتې ٦ نيټه :
شپږ تنه وسله وال طالبان پرون د بدخشان ولايت په راغستان ولسوالۍ کې ووژل شول .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو د مطبوعاتو مسوول جګړن نصرت الله جمشيدي باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د بدخشان ولايت د راغستان ولسوالۍ د پترآب او پاشان په کليوکې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتوکې ووژل شول.
جمشيدي زياته کړه: په دغو عملياتوکې ديارلس تنه نور طالبان ټپيان شول.
ديوبل خبرله مخې:
د ملي پوليسو دوه تنه سرتيري د لوګر ولايت د بره کې برک ولسوالۍ د شيروازه په سيمه کې د ماين د چاونې له امله شهيدان شول.
پاى سعيده
0 د یوې دقیقې څخه لږ